امنیت

پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د کورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي: د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې چې د هيواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول؛ ٢٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
دغه عمليات چې د کونړ، بغلان، کندز، زابل، ارګان، لوګر، غزني او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتوکې د ملي اردو او د ملي امنيت د ځواکونو په همکارۍ ترسره شول؛ پنځه تنه نور طالبان ټپيان او درې تنه يې د هيواد د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
دغه عمليات د ياغيانو له شتون څخه د دغو سيمو د پاکولو په مقصد ترسره شوي و چې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز ملي پوليسو د ننګرهار، ارزګان، ميدان وردګو، بادغيس او د نيمروز د ولايتونو له مربوطاتو څخه اووه ماينونه چې نوي د ياغيانو له خوا د ورانکارو او تروريستي عملونو د ترسره کولو په مقصد ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته