امنیت

پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د کب دويمه :
پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان د افغانستان په بېلابېلو سيموکې له امنيتي ځواکونو سره د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
په دغوجګړوکې چې نن سهار او تېره شپه ونښتې؛ وسله والوطالبانو دډلې څه ناڅه اته ويشت تنه نور جګړه ماران  ووژل شول.
ډيره سخته جګړه تېره شپه ناوخته د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد وکړ.
د ازرګان ولايت د ګډې پوځي قوماندانۍ مرستيال باخترآژانس ته وويل چې په دې درې ساعته جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
دقندهار ولايت دپنجوايي اوسپين بولدک ولسوالۍ هم تېره شپه دامنيتي ځواکونو  او د وسله والو طالبانو ترمنځ دنښتو ډګر و.
دغه جګړې د وسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دپوځيانو دعملياتو په بهيرکې ونښتې.
دقندهار دپوليسو ويندوى وايي چې په دغو جګړوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول .
په هغې جګړه کې چې تېره شپه دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښار ته څېرمه ونښته دريو تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
دغه راز د کونړ او د نورستان د ولايتونو په مربوطاتوکې په دوو جلا جلا نښتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دافغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې دغه جګړې نن سهار هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والوطالبانو غوښتل چې د ډيورند دکرښې له اخوا څخه دکونړ او نورستان ولايتونو ته را واوړي .
دافغانستان په لويديځ فراه او نيمروز ولايتونوکې په دوو نورو جلا جلا جګړوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: ددغو جګړو په بهيرکې يوپوځي ووژل شو او شپږتنه نور ټپيان شول.
دغه راز ويل شوي دي چې پوځيانو له دغو جګړو وروسته د وسله والوطالبانو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته