سیاست

پنځه ويشت تنه نوماند وزيران او خپلواک رييسان ولسي جرګې ته معرفي شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د ملي وحدت دحکومت د کابينې نوماند وزيران او د دوو خپلواکو ادارو رييسان نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني له وينا وروسته ولسي جرګې ته معرفي شول.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د وينا په ترڅ کې چې په بېلابېلو برخوکې د دولت لومړيتوبونه مشخص کړل، په پارلماني چاروکې د دولت وزير پوهنمل نبي فراهي ٢٥ تنه نوماند وزيران او د ملي امنيت او د مرکزي بانک رييسان له ژوند ليکونو او سترو کاري تجربو سره معرفي کړل .
د هغو وزيرانو په لست کې چې پخوا معرفي شوي وو؛ د ماليې وزارت نوماند غلام جيلاني پوپل او د انرژۍ او اوبو وزارت ته نوماند محمود صيقل له خپلې نوماندى څخه تېر شول او د هغوى پرځاى اکليل حکيمي د ماليې وزارت د نوماند او عبدالرحمن صلاحي د انرژۍ او اوبو وزارت د نوماند په توګه معرفي شول.
په پارلماني چاروکې د دولت د وزير د څرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده د ماليې او د انرژۍ او اوبو وزارت ته د نوماندو وزيرانو سندونه ډير ژر ملي شورا ته وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته