روغتیا

پنځه ويشت تنه نجونې او هلکان ددرملنې لپاره چين ته استول کيږي .

کابل باختر د وري اته ويشتمه : دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې سکرترجنرالې نيلاب مبارز نن په يوه خبري غونډه کې وويل اته نجونې او اوولس تنه هلکان چې دزړه دسوري په ناروغى اخته دي دعلاج او درملنې لپاره چين ته استول کيږي . دغه ناروغان دسره صليب دبنسټ په همکارى دماشومانو دکورنيو ديوه مراقبت کوونکي په ملګرتيا ددرملنې لپاره چين ته استول کيږي . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې سکرترجنرالې ډاکترې نيلاب مبارز دغه راز په دې خبري غونډه کې وويل په هغه قرارداد سره چې دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې دچين دسره صليب له بنسټ سره لاسليک کړى دى چې په لومړى پړاو کې د زړه په سوري سل تنه اخته ماشومان په دغه هېواد کې تداوي کيږي . ډاکترې مبارزې زياته کړه چې له ٢٠٠٨ کال څخه تراوسه پورې ديارلس زره اووه سوه شپږ نوي تنه ماشومان چې دزړه دسوري په ناروغيو اخته و راجستر شوي او ٧٤٧١تنو ماشومانو ته ددرملنې زمينه برابره شوې ده . په دې غونډه کې په کابل کې دچين سفير ليوجين سونګ او دنړيوال هلال احمر سکرتر جنرال سون شوپينګ په خپلو خبرو کې دافغاني سرې مياشتې له عالي ټولنې سره داړوندوبنسټونو همکاري څرګنده کړه . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته