ښوونه او روزنه

پنځه ويشتو تنو نجونو محصلانو ته نن تصديق ليکونه ورکړى شول .

کابل باختر د لړم لسمه :

دملکي خدمتونو او دافغان تکنالوژۍ  دانستيتونو  پنځه ويشتو تنو محصلو نجونو ته چې دعلمي روزنې دوره يې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې  تيره کړې ده  نن تصديق ليکونه ورکړى شول .

دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالار کې  جوړه شوې وه ددغه وزارت دخپرونو دچارې معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  خبرې وکړې او هيله يې  وکړه چې ځوانو محصلانو داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مربوطاتو کې  علمي روزنې ددوه مياشتنۍ  دورې په تيرولو سره ښې عملي زده کړې تجربه کړې  وي  اوپه  راتلوونکې کې  په خپل کاري چاپيريال  کې اغيزمنه استفاده ورڅخه وکړي .

  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې له دولتي او خصوصي اداروپه تيره بيا ددغه وزارت دبشري منابعو له رياست څخه وغوښتل چې په اړوندوکاري برخو کې ددغو زده کړې خاوند و  نجونو په جذبولو  اقدام وکړي .

  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو رييس احمد ضيا انوري  وويل اتو تنو محصلو نجونو دملکي خدمتونو له انستيتوت څخه او اتلسو تنو نورو دافغان  تکنالوژۍ  له انستيتوت څخه ددوو مياشتو لپاره ددغه وزارت په اداري او مسلکي برخوکې عملي کارونه کړي دي .

انوري څرګنده کړه چې دحسابدارۍ دانستيتوت  او دسوداګرۍ  دملکي انستيتوت څلور ويشت تنه محصلان نن  ددغه وزارت په مربوطاتو کې دروزنيزې دورې دتيرولو لپاره عملي کارونو ته معرفي شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته