امنیت

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

– کابل / د چنګاښ ۲۳ مه / باختر
د پکتیا د احمدخېلو ولسوالۍ په وام سیمه کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو نښته کړې ده.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شويدي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د احمدخېلو ولسوالۍ په وام سیمه کې پر افغان ځواکونو برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته