امنیت

پنځه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند کې ووژل شول. د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد باختر اژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د هوایي قواوو په ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتوکې د دغه ولایت په نادعلي او نهرسراج ولسواليو کې ووژل شول. هغه زیاته کړه چې په عملیاتوکې څو نور وسله وال طالبان ټپیان شوي او د هغوى څو جنګي وسایل له منځه تللي دي. د یو بل خبر له مخې: د ۲۱۵ میوند قول اردو د ماين پاکۍ ټيم، درې ماینونه د هلمند د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف او شنډ کړل. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته