کابل/ د لیندۍ ۴ مه/ باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په فراه کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې پنځه وسله وال طالبان له هغه وروسته ووژل شول چې د فراه د انار درې ولسوالۍ د ګرګک کلي په مربوطاتوکې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه وويل چې په نښته کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم-سعيده-اکرم