کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريد کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
هغه وويل چې دغه طالبان په ډار اچوونکو بريدونو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
د يو بل خبر له مخې:
په روزګان کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه کشف شوه.
دغه جنګي وسايل تېره شپه د کومانډويانو په عملياتوکې د ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې د طالبانو له يو پټنځي کشف شو.
د کومانډو ځواکونه وايي چې له دغې زېرمې څخه څو جنګي وسايل او ٣٥٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د زېرمې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- شکريه-اکرم
0 1 دقیقه لوستل