امنیت

پنځه وسله وال طالبان په دايکنډي کې ووژل شول

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه  د دايکنډي  په پاتوى ولسوالۍ کې ووژل شول.
د پاتو ولسوال سيد طاهر اعتمادي د باختراژانس خبريال ته وويل: چې دغه وسله وال طالبان  د پاتو ولسوالۍ د سرتکاب په کلي کې  د پوځيانو پر پوستو  د دوى د بريد په وخت کې ووژل شول او  ٧ تنه نوريې ټپيان شول .
هغه وويل  چې وسله وال طالبان  د سر د زيان په زغملو سره وتښتېدل.
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته