پنځه طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون مازيګر په بدخشان کې د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
په بدخشان کې د ٢١٧ پامير قول اردو د دويمې پلي لوا وياند عبدالمناف نظري باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بدخشان د فيض آباد-بهارک لويې لارې په تګلوري کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
نظري زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې درې نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته