ټولنه

پنځه سوه زره نيالګي په بلخ کې ايښودل شوي دي

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥ :
دبلخ ولايت  دچاپيريال ساتنې  رياست  دبلخ ولايت په مربوطاتو کې دپنځه سوه زرو نيالګيو دايښودلو خبر ورکړ.
د بلخ ولايت  دچاپيريال ساتنې  ادارې رئيس غلام نبي خرمي دڅرګندونوله مخې  د ١٣٩٦ نوي کال  او په بلخ کې د پسرلي د فصل درارسيدو  په هرکلي سره  ميوه لرونکي او ډولي نيالګي ايښودل شوي دي او دغه اداره د دغو نيالګيو دساتنې  په  باب کمپاين  اوپروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي  ترڅو د دغو نيالګيو د وچيدو مخه ونيول شي تر څو په يو پاک ، سمسور  او له ککړتيا پرته ښارکې ژوند وکړو.
خو د بلخ  ولايت  د کرنې پوهنځي محصل   عصمت الله  وايي   نيالګي  په ٢٤ ساعتو کې له ١٨ څخه تر ٢٠  تنو ته  کاربن توليدوي  ، سربيره  پردې  چې  چاپيريال پاک اوسمسورساتي  دسختو بادونو په مخنيوي کې هم ګټور دي او  چاپيريال له  ککړتيا څخه ژغوري . خو دغه نيالګي چې د دولتي ادارو له خوا دمرغومي او سلواغې په مياشتو کې ايښودل کيږي د کرنې د مسلک پرخلاف دي او بايددغه  نيالګي  دې دمرغومي اوسلواغې په  مياشتو کې  نه   بلکې دکب په مياشت کې  کيښودل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته