کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه :
سرحدي پوليسو په کندهار ولايت کې دپرسونل ضد دپنځه زره ماينونو اودوه زره کيلوګرامو چاويدونکي توکو دکشف اوضبط خبرورکړ.
دامنيتي مقاماتودڅرگندونو له مخې ټاکل شوې وه دغه ماينونه او چاوديدونکي توکي دناټو اوافغان ځواکونو په اکمالاتي موټرونو دبريدپه مقصد وکارول شي. .
دکندهار ولايت دامنيي قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ددغه ولايت سرحدي پوليسو تيره شپه دشورابک دحالي په ساحه کې دعملياتو په بهيرکې دپرسونل ضد پنځه زره ماينونه او دوه زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې په دوو تراکتورونوکي ځاى پرځاى شوي و او دکندهار ښار ته ليږدول کيدل کشف اوضبط کړل.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ددواړو تراکتورونو چلوونکي له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول او مړي يې دولسوالۍ مرکز ته ليږدول شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ