پنځه زره افغان کارګران دکار لپاره قطر ته استول کيږي
کابل – باختر دلړم نهمه:
دکار او ټولنيزو چارو وزارت پنځه زره تنه ملکي کارګران په نږدې راتلونکې کې دکار لپاره قطر ته استوي.
دکار او ټولنيزو چارو وزارت ويندوى محمد علي دباختر آژانس سره په اړيکه کې وويل: دغه وزارت دقطر په غوښتنه او دافغانستان د دولت په موافقه پنځه زره تنه کارګران قطر ته استوي .
ده وويل : دغه کارګران ديو موافقه ليک له مخې چې درې کاله مخکې دافغانستان او قطر ترمنځ لاسليک شوې و؛ استول کيږي.
ده زياته کړه: دکار او ټولنيزو چارو وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې دغه کارګران ددغه وزارت دبودجې په لګښت قطر ته واستوي او دهغوى دسفر لګښت د دوى له معاش څخه وضع کړي.