پنځه ديرش تنه دبګرام له جيل څخه کورنيو ته يې وسپارل شول.

کابل – باختر دمرغومى څلورمه :
دهلمند ولايت ٣٥ تنه اوسيدونکي دبګرام له جيل څخه آزاد شول.
دغه کسان دهلمند ولايت دبيلابيلو سيمو اوسيدونکي دي چې له څه مودې را په دې خوا دبګرام په جيل کې بنديان وو.
په هغې غونډه کې چې خپلوانو ته يې ددغو بنديانو دسپارلو په مناسبت دلښکرګاه ښار دعبدالبارى جهاني په تالارکې جوړه شوې وه ،دهلمند والي محمد نعيم وويل : دغه کسان دهغې ژمنې له مخې چې څه موده مخکې دسولې دعالي شورا درييس صلاح الدين رباني له خوا له خلکو سره شوې وه آزاد شول.
دهلمند والي آزادو شويو کسانو ته ډاډ ورکړ چې د دوى هرراز ستونزو ته به جدي پاملرنه وشي او هلې ځلې کيږي . چې نور بنديان چې دهلمند ولايت اوسيدونکي دي او په دغه جيل کې شپې سبا کوي دهلمند والي له دغو کسانو څخه وغوښتل چې د دايمي سولې په تامينولو او پرمختګ کې له ولايتي ادارې سره هراړخيزه همکاري وکړي او دسولې پيغام دخپلو سيمو خلکو ته ورسوي ترڅو هغه کسان چې لاتراوسه پورې له دولت سره په مخالفت  کې دي هم له دغه بهير سره يو ځاى شي او له جګړې او ورانکارى څخه لاس واخلي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته