پنځه ديرش تنه داعشيان په جوزجان کې ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
پنځه ديرش تنه  داعشيان تيره شپه  په   جوزجان   ولايت کې   ووژل شول چې د وژلو شويو په ډله کې    اووه تنه يې ازبکستانيان دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله  جمشيدي باخترآژانس ته  وويل ؛  دغه داعشيان  د جوزجان ولايت  د درزآب  او قوش تيپې په ولسواليو کې دافغان پوځيانو په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي
په  دغو هوايي  بريدونو کې  ديارلس تنه  نور داعشيان  ټپيان  شوي او په  جوزجان کې  د داعشيانو يو کليدي قوماندان هم نيول شوى دى. پاى ف   ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته