پنځه ديرش تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
پنځه ديرش تنه داعشيان دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونوپه نويو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو تيره شپه   دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي  او ځمکني بريدونه وشول.
دهېواد په ختيځ کې  دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې تيره شپه  په نويو بريدونو کې   پنځه ديرش تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل ؛  په دغو داعشيانو  ددور بابا  ، روداتو ، اچين ، هسکې مينې  او دکوټ د ولسواليو په ځينو سيمو کې د دوى په سنګرونو بريدونه وشول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ په دې  هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي هم دړې وړې شوي دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته