امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کونړ باختر دزمري دمياشې ١٩ نيټه : د کونړ په پيچ درې او اړوندو سيموکې په وسله والو ډار اچوونکو هوايي بريدونه وشول چې له امله د یوه نومول شوي ولسوال په ګډون پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول. د۲۰۱ سیلاب قول اردو د رســــنـــیــو دفـــتـــر د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره باختر آژانس ته ليکلي دي: تیره ورځ د کونړولایت د پیچ درې په اړوندو سیمو کی د ایتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې د وسله والوترهګرو په پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره کړل چی له امله یې پنځه تنه وسله وال ترهګر او جګړه ماران ووژل شول چې په وژل شوو کسانوکې د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ لپاره د وسله والوطالبانو نومول شوی ولسوال هم شامل دی. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته