کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
دکندز ولايت دګورتيپې ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرون دقهر پامير په عملياتو کې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
باختراژانس ته دکوماندو دخاصو عملياتو دقول اردو دمطبوعاتي دفتر دخبرله مخې ، ددغو عملياتو په بهير کې د ډار اچوونکو د ډلې يومشهور قوماندان قاري نوروز هم وژل شوى دى او دغه راز يوه اندازه وسله او مهمات هم د عملياتو دځانګړې قطعې دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ختم+_ عطاالله _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ