پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د وري اتلسمه :
پنځه تنه ډار اچوونکي پرون  په غزني ولايت کې  ووژل شول .
  د غزني د والي وياند  محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې  د ملي اردو په هوايي بريدونو کې  ووژل شول .
  نوري زياته کړه  په دې هوايي بريد کې د  ډار اچوونکو يو موټر او پنځه وسلې هم  له منځه وړل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته