کابل باختر د ثور شلمه :
پنځه تنه ډار اچوونکي په قندهار ولايت کې دملي امنيت دځواکونو له خوا دعملياتو په بهير کې ونيول شول .
دباختراژانس خبريال خبر راکړ دقندهار دوالي ويندوي دواخان مينه پال چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل دغه کسان دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې دملي امنيت دځواکونو له خوا دجلا جلا عملياتو په بهير کې نيول شوي دي
دده دڅرګندونو له مخې ددغو عملياتو په بهير کې درې کلاشيکوفونه ، دوه ټي ټي تومانچې ، يوه اندازه ډول ډول ماينونه او پنځوس کيلوګرامه امونيم نايتريت چې د ماينونو په جوړولوکې کارول کيږي هم ترلاسه شوي دي .
6 د یوې دقیقې څخه لږ