کابل باخترد لړم د مياشتې ١٢ :
پنځه تنه ډار اچوونکي په خوست ولايت کې دهوايي بريد په بهيرکې ووژل شول.
په دغو تروريستانو تيره شپه دډيورند کرښې ته څيرمه په يوه کلي کې بريد وشو.
دخوست ولايت يو سيمه ييز خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛ په دې هوايي بريد کې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل دغه طالبان په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ