کندز باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
پنځه تنه ډاراچوونکي نن دکندز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې ووژل شول.
دکندز د والي وياند نعمت الله تيموري باخترآژانس ته وويل ؛چې دغه ډار اچوونکي د کندز ولايت د قلعه زال و لسوالۍ د حلقه کول ، سقسه کول او کنجدمزار په ساحو کې د افغان پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول..
تيموري زياته کړه چې په دغو عملياتو کې اته تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شوي هم دي .
هغه وويل چې په دغو عملياتو کې درې تنه افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي،خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى. پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ