پنځه تنه په ننګرهارکې ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢
په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د ډزو له امله د دريو تنو ماشومانو په ګډون پنځه تنه غيرپوځي کسان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه نن سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې د خوږياڼيو ولسوالۍ د کجې په نامه بازارکې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د ښاروالۍ په کارکوونکو او يو په شمېر غيرپوځي کسانو ډزې وکړې.
د پيښې سيمه چې يوه تفريحي ساحه ده؛ د جمعې په ورځوکې د سلګو غير پوځي کسانو د شتون ډګر وي.
د خبرونو له مخې: د ښاروالۍ کارکوونکو د مالياتو د راټولولو لپاره دغه بازارته راغلي وو چې پرې ډزې وشوې.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د وسله والو طالبانو په دغو ډزو کې د دريو تنو ماشومانو په ګډون پنځه تنه غير پوځي کسان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول.
له بلې خوا د ننګرهار د ښاروالۍ يو مسوول روح الله وايي چې د دغې پيښې دوه تنه قربانيان د دغې ادارې کارکوونکي وو.
د ننګرهار پوليس يرغلګرکسان په طالبان پورې اړوندکسان بولي او وايي چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
په همدې حال کې په دغه ختيځ ولايت کې د يوه روغتيايي مرکز ډاکتران د پيښې د يوه تن ټپي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته