نړۍ

پنځه تنه په قزاقستان کې په مجازاتو محکوم شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
په قزاقستان کې يوې محکمې  پنځه تنه په يوې  تندلارې اسلامي ډله کې  دغړيتوب  په جرم له اتلسو کلونو څخه تر شلو کلونو پورې  په مجازاتو محکوم کړل.
دتال دي قرغان  دښار محکمې  تيره شپه ناوخته  دغه پريکړه  اعلام کړه .
محققان وايي :  دغو کسانو  په بنګله ديش کې  ژوند کړى دى  چيرته چې  په يوې اسلامي مدرسې کې  يې  زده کړې دي او دتبليغ  جماعت له اسلامي ډلې سره  يوځاى شوي دي .
ددغې ډلې فعاليتونه په قزاقستان ، روسيې   ، ازبکستان او تاجکستان  کې منع دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته