پنځه تنه په خيبر ايجنسي کې ووژل شول
پيښور جيونيوز دتلې دمياشتې ١٥ :
دخيبر ايجنسي دباړې تحصيل په ناحيه کې دياغي طالبانو او دسولې دلښکر د داوطلبانو ترمنځ نښته کې نن پنځه تنه ووژل شول .
وژل شوي کسان دسولې دلښکر داوطلبان وو.
له بله پلوه دناټو دځواکونو په يو کانتينر دجمرود په بازارکې د ريموټ کنټرول بم بريد وشو چې له امله يې ديوې کوچني نجلۍ په ګډون درې تنه ټپيان شول.
رسمي خبرځايونو خبرورکړ چې دسولې د لښکر داوطلبانو دخيبر ايجنسي دباړې په تحصيل ناحيه کې دياغيانو پرخلاف چاڼيز عمليات ترسره کړل اوياغيان چې په درندو وسلو سمبال وو، دسولې لښکر له غړو سره جګړه وکړه چې له امله يې دسولې دلښکر پنځه تنه غړي ووژل شول.