امنیت

پنځه تنه په بغلان کې دغلا په تور ونيول شول .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دبغلان پوليسوددغه ولايت په فرنګ ولسوالۍ کې پنځه تنه د اتيا پسه  دغلاکولو په تور ونيول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دفرنګ ولسوالۍ  امنيه قوماندان سمونوال جمال ناصر  وويل چې دغو غلو دفرنګ په ايچاني دره کې دپوليسو له يوې مياشتې هلې ځلې او پلټنې وروسته ونيول شول .
دفرنګ  امنيه قوماندان وويل  له نيول شويو غلو څخه ٢٤ پسه او يوکلاشينکوف دپوليسو لاس ته ورغلي دي .   ختم_  عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته