پنځه تنه و وژل شول
کابل باختردلندي دمياشتې ٢٩ :
دايبکو _ مزارشريف په لويه لاره کې نن ديوې ترافيکې پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول.
دسمنګانو ولايت دترافيکې پيښو امر سمونمل عبدالرزاق باختراژانس ته وويل دغه پيښه نن دسمنګانو ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په شور ګل سيمه کې دتيلو له يوټانکر سره ديو کرولا موټر دټکرله امله رامنځته شوه .
دده دڅرگندونوله مخې په دې پيښه کې دکرولا موټر پنځه تنه سپرلۍ ووژلي شوي اويو تن بل ټپي شوى دى .
دده دڅرگندونوله مخې دټانکر موټر چلوونکې نيول شوي او پيښه ترڅيړنې لاندې ده اودټپي روغتيايي حالت مخ په ښه والې بلل شوي دي.