امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفین ووژل شول

کابل باختر دکب دمياشتې پنځلسمه
د لوګر امنيتي مسولين وايي چې د افغان ځواکو په چاڼيزو عملياتو کې پنځه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لوګر ولایت امنيه قومندان عصمت الله عليزي باختراژانس ته وویل چې د دغه ولايت د محمداغې ولسوالۍ د کتب خیلو په سیمه کې تېره شپه امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ هم په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې شپاړلس مخالفین  وژل شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته