کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
پنځه تنه وسله وال مخالفين پرون دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار په مربوطاتو کې ووژل شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال محمد ايوب وردګ دباختراژانس خبريال ته وويل: دامنيتي ځواکونو په هغو عملياتو کې چې دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار په مربوطاتو کې د پورک او دقلعه وزير په سيمو کې ترسره شول پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
وردګ زياته کړه چې دطالبانو د ډلې دقوماندان صفي الله مړي چې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ اوسيدونکى و ، هم دجګړې په ډګر کې پاتې دى .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل