پنځه تنه وسله وال مخالفين په زابل کې ووژل شول
کابل باخترد کب دمياشتې نهه ویشتمه
د زابل ولايت په مرکز پورې اړوند د سپينې غبرګې په سيمه کې له پوليسو سره په نښته کې پنځه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختراژانس ته وویل دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوې کله چې د پوليسو يو موټر په دغه سيمه کې په ګزمې بوخت و چې دوسله والو مخالفينو له خوا پرې ډزې وشوې .