پنځه تنه وسله وال مخالفين په بادغيس ولايت کې ووژل شول .
کابلباختر دثور١١
دبادغيس ولايت په مربو طاتو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عمليا توپه بهير کې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دملي اردو دمنسوبينو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې تيره شپه دبادغيس ولايت دبالا مرغاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر سره شول پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې يوه ا ندازه سپکې اودرندې وسلې هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو ځواکونو دهغو عملياتو په بهيرکې چې د زابل ولايت په نو بهار ولسوالۍ کې ترسره شول يو وسله وال طالب ووژل شو .
ديو بل خبر له مخې، دفراه ولايت دبالا بلو ک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو منسوبينو دچاڼيزو فعاليتونو په بهير کې درې تنه وسله وال مخالفين له دريو کلاشينکوفونو ، د کلا شينکوف له درې سوه ګوليو او له ديرشو کيلو ګرا مو چاوديدونکو تو کو سره ونيول شول .