پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
دملي اردو منسوبينو نن د هلمند ولايت په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دملي اردو د ځانګړوعملياتو دفرقې منسوبينو دهلمند ولايت دنهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو او ځينو نورو سيموکې جلاجلا چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اووه ميله ډول ډول وسلې ترلاسه شوي دي.
ددغوعملياتو په بهيرکې په فاروقي مشهور د اسرائيل په نامه د وسله والو مخالفينو يو قوماندان چې له شپږو تنو نورو مشکوکو کسانو سره ونيول شو.