امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دملي اردو  ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل او يو شمير نور يې ټپيان کړل .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دملي اردو ځواکونو دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
په همدې ترتيب دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې يووسله وال مخالف  ووژل شو او يوه اندازه وسله  اومهمات ترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته