پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٤
د ملي اردو ځواکونو نن د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل او درې تنه نوريې ټپيان کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو منسوبينو د سولې او ثبات د تامينولو او دغه راز د ١٣٩٣ دکال دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ښه امنيت د تامينولو په مقصد د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد، جغتو او د چک د ولسواليو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې د يو قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.