امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر د وري پنځمه :
دکورنيو چارووزارت خبري منابع وايي: پنځه تنه وسله وال مخالفين په هلمند ولايت کې دسرحدي پوليسواو ډار اچوونکو ترمنځ دنښتې په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړه پرون هغه وخت ونښته چې دسرحدي پوليسو ځواکونه د خانشين  ولسوالۍ دقاري په سيمه  کې په ګزمې بوخت وو .
  دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: ددغې نښتې په بهيرکې يو وسله وال مخالف ټپي شو او يوتويتا ډوله موټر، شل ډول ډول ماينونه، يوکلاشينکوف، دتوغندي ويشتونکي دولس ماينونه او هم ددرندو او سپکو وسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته