پنځه تنه وسله وال مخالفين له وسلو او مهماتو سره ونيول شول

د ملي اردو ځواکونو پرون ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين په هرات ولايت کې ونيول
د افغانستان په لويديځ کې د ملي اردو ديو کنډک قوماندان ډګروال زين الدين د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: دغه کسان د هرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکي دي چې په دغې ولسوالۍ کې د کوماندو دڅلورم کنډک دعملياتو په بهير کې ونيول شول
خبرځاى زياته کړه له دغوکسانو څخه درې ميله وسلې او يوه اندازه مهمات هم تر لاسه شوي دي.