پنځه تنه وسله وال غله ونيول شول .

کابل باختر د وري  څلورمه :
پنځه تنه وسله وال غله نن دکابل ښار  داتمې  ناحيې په مربوطاتو کې له پوليسو سره په نښته کې ونيول شول .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رياست دمطبوعاتو امر فواد دباختراژانس خبريال ته وويل دغو پنځو تنو نيول شويو غلو له يوسراچه  څخه په استفادې سره کله چې  دپوليسو له کنترولي پوستې څخه رد کيدل  دپوليسو دشک وړ وګرځيدل غوښتل يې چې له ساحې څخه وتښتي خو دکنترولي پوستې  پوليسو دهغوى د تيښتې مخه ونيوله او دنوې کارتې  دغونډۍ په سرساحه کې دغلو او پوليسو ترمنځ وسله واله  جګړه ونښته.
دفواد دڅرګندونوله مخې په دې نښته کې يو پوليس  او يوغل هم ټپيان شول  چې په نتيجه کې  يې پنځه واړه وسله وال غله ونيول شول او له هغوى څخه يوه وسله هم ترلاسه شوه .
ده زياته کړه چې پوليسو دپيښې په اړوند تحقيقات پيل کړي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته