کابل – باختر دغبرګولې دمياشتې ٦
پنځه تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې د پيروز په نامه د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په جنوب ختيځ زون کې د ٢٠٣ تندرقول اردو ويندوى د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان تېره شپه د پکتيا ولايت د زرملى په ولسوالۍ کې د پيروز په نامه دعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
د ده دڅرګندونو له مخې : دغه کسان د زرملى ولسوالۍ په مربوطاتوکې د لندي شاه په سيمه کې ووژل شول او مړي يې دملي اردو د سرتيرو لاس ته ورغلي دي.
ده زياته کړه: په وژل شويوکسانوکې د جمعه ګل په نامه د وسله والوطالبانو يو قوماندان هم شامل دى .
خبرځاى زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې د طالبانو څو جنګي وسايل هم دملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه د زرملى ولسوالۍ ترپاکولو پورې دوام کوي.
0 1 دقیقه لوستل