امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې  ٧
پنځه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
دغه جګړه پرون ناوخته د پچيرواګام د انارګي په کلي کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو په يوې پوځي قرارګاه بريد وکړ.
د ننګرهار ولايت د پچيرواګام د ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: په جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
خو د ننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته