پنځه تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګو ولايت کې ووژل شول

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه
په ميدان وردګو ولايت دافغان پوځيانو اودناټو دځواکونو په دوو جلا جلا عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په دغو وسله والو طالبانو دگډو ځواکونو له خوا د سيد ابادولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد وشو اوووژل شول .
دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوال ډاکتر فضل الله مسلم باختر اژانس ته وويل چې دغه عمليات ددغې ولسوالۍ په دوو سيموکې ددغو ياغيانو په پټنځايونو ترسره شوې .
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو په لسګونو جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي
سيمه ئيز مقامات وايي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په همدې حال کې دسيد اباد ولسوال وژل شوي ياغيان ددغې ولسوالۍ په ځينو سيمو دنا امني ډير ستر عامل بولى او وايي چې دهغوى وژل کيدل برياليتوب بولى .