پنځه تنه وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول.
پل علم باختر د وږي ۲۱
پنځه تنه وسله وال طالبان په لوګر ولایت کې ووژل شول .
د لوګر د امنیې قواماندانۍ ویاند شاهپور احمد زي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان له هغه وروسته ووژل شول چې ددغه ولایت دسلیم خیلو په ولسوالۍ کې یی د پولیسو په یوې پوستې برید وکړ او د پوستې د منسوبانو له مقاومت سره مخا مخ شول .
ده زیاته کړه په دې نښته کې دوه تنه نور طالبان ټپیان شول.سعیده