پنځه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
په غزني ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د جلا جلا عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دملي اردو ځواکونو پرون د غزني ولايت د ګيرو او اندړو د ولسواليو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې د يوې اندازې مهماتو او په نورو پوځي وسايلو او تجهيزاتو سربيره ١٨٠کيلوګرامه چاويدونکي توکي هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلي چې په ساحه کې وچول شول.
دغه راز د ملي اردو د ځواکونو په هغو عملياتوکې چې د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ يوه اندازه وسله او د ډول ډول وسلو مهمات په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .