امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په سرپل کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
پنځه تنه وسله وال طالبان د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې ووژل شول .
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان د صياد ولسوالۍ په لويديځ کې د پوځيانو په امنيتي پوستې د بريد له امله ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه: په دې نښته کې درې تنه طالبان سخت ټپيان شوي دي .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: د دغې نښتې په بهيرکې يو پوځي ټپي شوى او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ختم- سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته