پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
کابل_ باختر دثور دريمه :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي پنځه تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره دنښتې له امله ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دلغمان ، بدخشان ، زابل ، ارزګان او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه طالبان ټپيان شول .
ويل کيږي چې ددغوعملياتو په بهير کې څلور پنځوس ډول ډول ماينونه ، يو زرو اووه پنځوس کيلوګرامه امونيم نايتريت چې دبمونو په جوړولو کې کارول کيږي ، درې تومانچې اونور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې دوسايطو ضد دوه ماينونه چې نوى دوسله والو مخالفينو له خوا دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتروريستي فعاليتونو په مقصد ښخ کړي شوي وو دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړي شول .