پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
په سرپل ولايت کې د پوځي عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات څو ورځې مخکې د کوهستاناتو ولسوالى د نکاله، بې دستان، ده جرغان او د فيض آباد په کليوکې ترسره شوي و.
د سرپل ولايت وياند حامدعلمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کوهستاناتو ولسوالۍ د نکاله، بې دستان، ده جرغان او د فيض آباد کلي د وسله والو تروريستانو له شتون څخه پاک شوي دي او د کوهستاناتو د ولسوالۍ مرکز هم  د سيمه ييزو پوليسو د ځواکونو او د وګړنيو پاڅون کوونکو لاس ته ورغلى دى.
خبرځاى وويل: د قلعه شهر په لور پرمختګ دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته