امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دکب څوارلسمه :
په نيمروز ولايت کې پرون دافغان امنيتي ځواکونو په عملياتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .
دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دنيمروز ولايت دخاش ولسوالۍ د منار په سيمه کې ترسره شول .
دنيمروز د والي ويندوى احمد عرب باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د عملياتي ريزرف دکنډک د قوماندان پښه برسيرن ټپي شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته