امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
په جوزجان ولايت کې تيره شپه دامنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ تنه نور يې ټپيان شول.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني دباختر          آژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونه د قوش تيپې  ولسوالۍ په تراغلي عربيه ساحه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شول او د امنيتي  ځواکونو د مقاومت له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نوريې ټپيان شول او د وژل شويوکسانو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي او نور طالبان تيښتې ته اړ شول .
امنيه قوماندان په دې پيښه کې د قارې لطف الله په نامه د قوماندان ملانعمت الله    د يو تن غړى وژل کيدل هم تاييدکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته