کابل باختر دکب دمياشتې ١١ :
په هرات ولايت کې دضرب مومن ترعنوان لاندې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دغه عملياتو کې چې پرون دهرات ولايت داوبې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دډار اچوونکو دله منځه وړلو په مقصد ترسره شول پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه جنګي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې چې پرون دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان او ددوي يو قوماندان له څوميلووسلو سره ونيول شو.
0 1 دقیقه لوستل