کابل باختر دليندي ديرشمه :
پنځه تنه نوماند وزيران او د سترې محکمې د عالي شورا دوه تنه نوماند غړي نن د جمهوري رياست دلومړي مرستيال له خوا د باور د رايې د ترلاسه کولو په مقصد ولسي جرګې ته وروپيژندل شول.
د باخترآژانس دخبر له مخې: د بهرنيوچارو وزارت نوماند وزير ضراراحمد عثماني، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت نوماند وزير محمد شاکرکارګر، دکانونو وزارت نوماند وزير محمد اکبر بارکزى، دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت نوماند وزير دين محمدمبارز راشدي، د انرژى او اوبو وزارت نوماند وزير انجنيرمحمدعارف نورزى او د سترې محکمې د عالي شورا دوه تنه نوماندغړي چې پخوا د جمهوري رياست له خوا دغو پستونو ته نوماند شوي دي او نن دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم له خوا په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو د باور د رايې د ترلاسه کولو لپاره ددغه مجلس غړو ته وروپيژندل شول.
0 1 دقیقه لوستل